• English
  • پښتو
  • دری
۱۴۰۴/۳/۴
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغان سولې پروسه اوږده ښکاري!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/13

امریکا د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو په لومړیتوب ټینګار کوي.

امریکا افغانستان کې د اوږدمهاله پوځي حضور تر څنګ ټاکنو پروسه کې د همکاریو او مرستو ډاډ ښودلی دی.

ویلز له افغان چارواکو سره لیدنو کې د امریکا ژمنې تازه کړي او په یو شمېر برخو کې یې د مرستو په دوام ټینګار کړی.

ویلز له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې په هغو وړاندیزونو هم بحث کړی چې په یو لیک کې له ټرمپ غوښتل شوي وي.

داسې ښکاري چې د سولې پروسه اوږده ده او امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په لومړیتوب باندې ټینګار کوي.

د مرکزي او سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز په کابل کې د حکومتي مشرانو سره لیدنو کې ډاډ ورکړی چې د خپل حضور تر څنګ به ټاکنو کې د پام وړ مرسته وکړي.

ویلز له ولسمشر غني سره لیدنه کې بیا په هغه لیک بحث کړی چې ټرمپ ته څو میاشتې وړاندې لیږل شوی و او د مصارفو د کمولو او سپما غوښتنه پکې شوې وه.

د ارګ په اعلامیه کې داسې راغلي (( ولسمشر محمد اشرف غني او مېرمن ویلز د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو، د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو او پایلو ،پر ټاکلي وخت د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو د ارزښت او ټرمپ ته لیږل شوي لیک باندې بحث وکړ.))

په همدې تړاو کابل کې د امریکا سفارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې داسې راغلي (( الیس ویلز د امریکا د ملکي مرستو د بیاکتنې په غونډه کې ګډون کوي چې د افغانستان بنسټونه پیاوړي کړي، افغانان به په خپلو پښو ودروي او دغه راز به په ډاګه کړي چې امریکا د افغانستان په ټولنیز او اقتصادي برخو کې څومره پانګونه کړې او افغانستان کې څومره پرمختګونه شوي دی.))

د امریکا سفارت په اعلامیه کې راغلي چې وېلز به افغانستان کې ټولو ښکیلو خواو سره د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو بحث وکړي او له رڼو ټاکنو به ملاتړ اعلان کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي
افغانستان

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي
افغانستان

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي
افغانستان

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025

وروستي خبرونه

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist

    - Select Visibility -