په جلال اباد ښار کې څلور غبرګې چاودنې شوي.
چاودنې د جلال اباد ښار تالاشۍ چوک کې ماخوستن مهال شوي چې شل تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار والي ویاند په چاودنو کې څلور تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.
عطا الله خوګیاني شمشاد ته وویل، چې د پيښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د پيښې له ځایه ورته درې جسدونه او پنځه ویشت ټپيان ور وړل شوي دي چې په ټپيانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
په دې وروستیو کې د ننګرهار امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی چې پر ځايي مسوولینو یې د خلکو نیوکې زیاتې کړي دي.