د امریکا پخواني دفاع وزیر رابرټ ګېټز، اندیښنه ښودلې چې که امریکا له افغانستان خپل ځواکونه وباسي، په دې هېواد کې به یو ځل بیا طالبان واکمن شي.
ګيټز له سي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې دې وړاندېنې ته د یوه رښتیني ګواښ نوم ورکړی. ګېټز خبرداری ورکړی که سرتېري یې بې وخته له افغانستان ووځي، امکان شته چې افغانستان د ویتنام په څېر شي.
ګېټز زیاته کړې چې، که امریکايي ځواکونه ووځي، باید د افغانستان د بقا لپاره له افغان حکومت سره بشپړ ملاتړ او مرسته وشي.
هغه همد راز اندیښنه ښودلې چې د ښځو د حقونو په شمول به ډير حقونه تر پښو لاندې شي.
ګېټز داسې مهال د راتلونکي ګواښ خبره کوي چې په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ شپږم پړاو مذاکرات هم پرته له کومې څرګندې پایلې پای ته ورسیدل.