د ټاکنو کمیسیون راتلونکو ولسمشریزو، ولایتي شورا او د غزني پارلماني ټاکنو کې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې نه شته.
ټاکنو کمېسیون راتلونکې لپاره ولسمشریزې، ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې کوي او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په اجنډا کې نشته.
په ټاکنو د څار بنسټونه بیا د ولسوالیو شوراګانو پر ټاکنو ټینګار کوي.
ټاکل شوې وه چې د میزان یا تلې په شپږمه ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وشي خو اوس ټاکنو کمېسیون چمتووالی نه لري.
ټاکنو کمېسیون له ارزونو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کول امکان نه لري او کوم بل مناسب وخت به ورته ګوري.
په ټاکنو د څار بنسټونه بیا نیوکه کوي چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو بیا ځنډ د قانون نقض دی او باید زمینه ورته برابره شي.
د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کول ځکه سخت دي چې ځينو ولسوالیو کې د نا امنیو له امله ټاکنې نه کېږي، د همدې ټاکنو حقوقي چوکاټ نه دی مشخص شوی او د وکیلانو دفترونه او امتیازونه هم نه دي مشخص شوي. ځینو ولسوالیو کې بیا د ټاکنو لپآره معیارونه نه پوره کېږي.