د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کومار ویلي، د هند لپاره د چین ځانګړی استازی نوي ډهلي ته تللی او هلته یې له لوړپوړو هندي ديپلوماتانو سره کتلي دي.
دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او دسولې پر روانو فعالیتونو خبرې کړې دي.
د سرچېنې په لیکنه، دواړو لوریو د افغان سولې لپاره د ګډو هڅو ژمنه کړې ده.
چینايي ديپلومات دینګ شیجن د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره په خبرو کې ویلي، دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د حل پلویان دي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.
هندي چارواکو هم ویلي چې په سیمه کې به د افغان سولې او ثبات لپاره خپلو ګډو کارونو او هڅو ته ادامه ورکوي.
تر دې دمخه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم هند ته سفر کړی و او هلته یې له لوړپوړو هندي چارواکو سره د افغانستان سولې په تړاو خبرې کړي و.