ننګرهار شېرزادو کې پولیسو ته په وخت ډوډۍ او معاشونه نه ورکول کېږي.
د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې سرتېرو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.
سرتیرو شمشاد سره په خبرو کې ویلي په وخت ډوډۍ او د ډوډۍ پيسې هم نه ورکول کېږي او ځانته خواړه په قرض اخلي.
هلته سرتیري هره شېبه جګړیز حالت کې دي او غوښتنه کوي، چې ستونزې دې حل شي.
د شېرزادو ولسوالۍ سرپرست قومندان څارمن عزیزالرحمن هم د سرتیرو ستونزې منلي دي.
که څه هم په دې ولسوالۍ کې د سرتېرو ستونزو او اړتیاوو ته پام نه دی شوی خو پولیس سرتیري بیا هم ډاډ ورکوي، چې له جګړې ستړي نه دي او نه پرېږدي، چې وسلهوالې ډلې خپلو موخو ته ورسیږي.
دا سرتیري وایي، ډېر شمېر ملګري یې مرکز جلال اباد کې خدمتي دي او دې برخه کې مسؤول چارواکو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.
دوی وایي، که د دې ولسوالۍ د پولیسو خپل تشکیل پوره شي کولای شي چې د ولسوالۍ څېرمه کلو امنیت هم تامین کړي.