Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ژورنالستې مینې منګل، ترور غبرګونونه راپورته کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/11

د کورنیو چارو وزارت وايي، د مینې منګل د ترور قضیه کې پرمختګ شوی دی.

کابل کې د پخوانۍ ژورنالستې مینه منګل ترور غبرګونونه راپورته کړي او پولیسو یې د مخکیني میړه د نیول کیدو هڅې پيل کړي دي.

مینه منګل نن سهار د سید نورمحمد شاه مېنې دویم سړک کې په ډزو وژل شوې.

د کابل پولیس د مینه منګل د پلار اظهاراتو ته په کتو باور لري چې مینه د مخکیني مېړه له لوري وژل شوې ده او پولیسو یې د نیولو هڅې پيل کړي.

ټیک همدا ځای د سهار شاوخوا اته بجې مینه منګل د دوه موټر سایکل سپرو له لوري په ډز ووژل شوه.

مینه منګل دوه کاله وړاندې واده کړی و، له واده راضي نه وه او بیا یې له میړه طلاق اخیستی و، خو میړه یې طلاق نه و ورکړی.

مینه تر دې وړاندې د میړه له لوري ګواښل شوې او له همدې امله کورنۍ او د کابل پولیس انګیري چې میړه به یې وژلي وي.

مینه منګل ژورنالسته وه چې د شمشاد ټلویزون په ګډون یې بیلابیلو رسنیو کې یې کار کړی و، اوس ولسي جرګه کې د فرهنګي کمېسیون مشاوره وه او دفتر ته په لار کور سره نږدې وژل شوې ده.

کورنیو چارو وزارت وایي، د مینې منګل د ترور قضیه کې پرمختګ شوی دی.

د کورنیو چار وزارت ویاند نصرت رحیمي داسې ویلي (( د مینې منگل قاتلین به ژر ونیول شي، پولیس به ددې جنایت د عاملینو په نیولو کې هیڅ ډول سکتگي ونکړي. د قضیې په اړه جدي اقدامات تر سره شوي، موضوع تر ډیره بریده روښانه ده، عاملین به یې ژر ونیول شي.))

د مینې منګل مور وایي، لور یې تر دې وړاندې اختطاف شوې هم وه ، قضیه یې څارنوالۍ کې وه، خو چا یې غږ وا نه ورید او پرته له دې چې عدالت ورته ورسیږي، قضیه یې بنده شوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist