• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا له افغان ځواکونو سره مرستې کموي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/11

امریکا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې بودیجه شپږ سوه او څلور ميلیونه ډالره کموي.

یو شمېر نظامي کارپوهان وایي، که امریکا پر افغان ځواکونو بودیجه کمه کړي بدې پایلې به ولري.

افغانستان په اوس کې له جګړې سره مخ او کمزوری اقتصاد لري، چې د ځواکونو د اکمالاتو او تجهیز لپاره کافي پیسو ته اړتیا لري.

ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت شورا په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د امریکا دفاع وزارت په پلان کې لري چې د هغه یو اعشاریه پنځه ميلیارده ډالر چې په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په ګډون د یو شمېر پروژو لپاره ځانګړي شوي دي، له شمېر یې شپږ سوه او څلور میلیونه ډالر له مکسیکو سره پر ګډه پوله د دېوال پر جوړولو ولګوي.

د پنټاګون یو چارواکي داسې ویلي (( دا له افغانستان سره د امریکا د ژمنې له څرنګوالي سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې حقیقت کې د ځینو پروژو لګښت د امریکا تر ارزونې کم و.))

ملي دفاع او امنیت شورا بیا د دې موضوع په تړاو چمتو نه و چې ځواب ووايي.

خو نظامي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، که امریکا پر افغان ځواکونو بودیجه کمه کړي بدې پایلې به ولري او د جګړې سربیره به د اکمالاتو او تجهیزاتو پر تکمیل او د سرتیرو په مورال بده اغیزه وکړي.

د شنونکو په باور امریکا نه غواړي افغانستان له نظامي اړخه ځواکمن هېواد شي او په لوی لاس غواړي افغانستان او د افغانستان ځواکونه کمزوري وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist