امریکا د افغان ځواکونو لګښت کموي او د بودیجې یوه برخه یې له مکسیکو سره د ولسمشر ټرمپ پر دېوال لګوي.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شناهان د دغه هېواد او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دېوال جوړولو لپاره د دې وزارت د بودیجې ۱،۵ میلیارده ډالر لېږدول تصویب کړي دي.
یو امریکايي چارواکی له نوم اخیستو پرته رویټرز خبري اژانس ته ويلي، دې پیسو کې ۶۰۴ میلیونه ډالر له داسې حساب لېږل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړی شوی دی.
۲۰۱۹ کال امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۴،۹ میلیارده ډالر ځانګړي کړل.
دې چارواکي ويلي، کومې پیسې چې له دې حساب اېستل کېږي هغه سپما ده چې د افغان امنیتي ځواکونو له اړوند تړونونو ترلاسه شوې دي.
بل امریکايي چارواکي ويلي، د دې پیسو بېلول له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا د ژمنې ماتول نه دي، بلکې په وینا یې حقیقت کې د ځینو پروژو لګښت د دوی تر ارزونې کم و.
د هغه په خبره، دا لومړی ځل هم نه دی چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو له پیسو ګټه اخلي.
خو دا چاره داسې مهال دی چې امریکا له میاشتو راهیسې له طالبانو سره خبرې کوي او د دې خبرو شپږم پړاو هم د پنجشنبې په ورځ قطر کې پای ته ورسېد.