د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ کانګرس ته ویلي، له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره شرایط مناسب نه دي.
امریکا له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو لپاره چمتووالی نه لري، ځکه په باور یې تر اوسه لازم شرایط نه دي برابر شوي.
د امریکا د وسله وال ځواک قوماندان جوزف ډانفورډ د امریکایي پارلمان ځانګړې کمېټې ته ویلي، امریکا مجبوره ده چې پر ترهګرو ډلو فشار راوړي، که نه نو په وینا یې ترهګر به پر امریکا فشار راوړي.
ډانفورډ ویلي، پوهېږي چې د ده خبرې به امریکایان غمګین کړي، خو په وینا یې افغانستان کې شرایط برابر نه دي چې ټول بهرني ځواکونه په اوس وخت کې ووځي.
هغه ویلي، پوهېږي چې افغانستان کې ستونزه له نظامي پلوه نه حلېږي، خو وایي، باید دوی پاتې شي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل نه شي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ، د نورو موضوعاتو ترڅنګ له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې روانې دي.