د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې په شهرنو سیمه کې چاودنه شوې.
کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د کانټر پارټ په نوم د یوې موسسې مخ ته شوې ده.
کورنیو چارو وزارت وايي، د موسسې ډيری کار کوونکي دوی خوندي سیمو ته انتقال کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، له برید څخه تر اوسه نهه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. د اېمېرجنسي روغتون چارواکو بیا ویلي چې تر اوسه پنځلس ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.
افغانستان کې د امریکا سفر جان باس کابل کې د نن ورځې برید غندلی دی.
باس پر ټوېټر لیکلي چې کونټر پارټ انترنېشنل موسسه کابل کې په مرستندویه کارونو بوخته وه او همداراز یې افغان خبریالانو ته روزنه ورکوله.
دا له مشورتي لویې جرګې وروسته لومړنی برید دی چې کابل کې کیږي.
د مشورتی لویې جرګې په پریکړه لیک کې هغه ماده چې ډير ټينګار پرې شوی وو، د ښکیلو ډلو ترمنځ د اوربند موضوع وه، خو طالبانو همغه مهال اوربند رد کړی.