• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو: طالبان بین الافغاني خبرو لپاره چمتووالی لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/08

ټاکل شوې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې روژه کې پیل شي.

کابل کې د ناټو ملکي استازي ویلي، طالبان بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی لري او تمه ده چې دا خبرې له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکې پیل شي.

طالبانو ویلي، د اوس لپاره کوم پلان نه لري او دا مهال خبرې له امریکا سره روانې دي.

امریکا او طالبانو د خپلو خبرو پایله نه ده اعلان کړې خو کابل کې د ناټو ملکي استازي تمه ښودلې چې طالبان د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی لري او باور یې ښوولی چې ممکن دا خبرې په روژه کې پیل شي.

نیکولاس کي ویلي، دا خبرې به افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکې پیل شي.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي داسې ویلي ((طالبان د سولې بینالافغاني خبرو لپاره چمتوالی لري او ناټو تمه لري چې د سولې بینالافغاني خبرې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې و شي او ممکن دا خبرې روژه کې پیل شي.))

خو طالبان تر اوسه پورې داسې کوم پلان په نظر کې نه لري او هڅه کوي بین الافغاني ناسته جوړه شي، داسې ناسته چې د پلاوي شمېر پکې کم وي.

د طالبانو سرسخته مخالفین هم اوس ټینګار کوي چې طالبان دې په سیاسي واک کې شریک شي او له دې پرته په افغانستان کې د ټیکاو ټینګښت ناممکنه ده.

ولسمشر غني طالبانو سره د خبرو لپاره په پنځه ورځینۍ جرګه کې د خلکو وړاندیزونه او مشورې واخیستي چې خلک یې پایلو ته په تمه دي، خو ټینګار کیږي چې طالبانو دې مخامخ خبرو ته چمتو کړل شي.

کابل کې د ناټو ملکي اداره وایي، افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې او ان د افغانستان ګاونډیان هم په دغه هېواد کې د امنیت او اقتصادي ودې لپاره له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist