په کندز کې سپین زر دولتي فابریکه په ټپه درېدلې او زرګونه جریبه ځمکه یې غصب شوې ده.
په کندز کې د سپین زر دولتي فابریکه سقوط شوي او سلګونه جریبه ځمکه یې زورواکو غصب کړې ده.
د سپين زر فابریکې مسولین په غصب کې یو شمېر دولتي کسان ښکیل بولي.
سپین زر فابریکې زرګونه جریبه ځمکه درلوده چې د پنبې د پروسس تر څنګ یې د وخت پوځ ته تیل او صابون هم تولیداوه.
دغې فابریکې د سیمې په کچه نوم درلود خو اوس یې فعالیت له منځه تللی او مامورین یې یوازې په نقشه تیر یادونه تازه کوي.
د سپين زر فابریکې مسولین وايي سلګونه جریبه ځمکه ترې زورواکو نیولې او په دغه برخه کې یو شمېر دولتي مسولین هم ورسره شریک دي.
د سپين زر فابریکې ګڼ ماشینونه اوس هم له کار ندي لویدلي خو د کرنیزې ځمکې غصب یې اندیښنې زیاتې کړي دي.
د فابریکې یوه برخه قرار داد له فرانسوي شرکت سره و خو د فساد له امله یې کارونه وځنډیدل او تازه له ازبکستان سره هوکړه شوې چې بیا فعاله شي.