• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لوی څارنوالۍ تېرکال څلوېښت زره قضیې څېړلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/22

لویه څارنوالي و ايي، تیر کال یې له څلوېښت زرو زیاتې قضیې څېړلې دي.

ملت ته د حساب ورکولو په لړ کې دا ځل د عدلې وزارت، روغتیا وزارت او لویه څارنوالۍ راغوښتل شوي چې خپل د تېر کال کړنو او راتلونکو پلانونو په تړاو خلکو ته معلومات ورکړي.

ولسمشر هم د حساب ورکولو لړۍ د نږدې لیدلو لپاره رسنیو مرکز ته ورغلی و.

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال په لړ کې څه د پاڅه څلویښت زره بیلابیلو جرمونو قضیې څیړلې دي.

د روغتیا وزارت د بودیجې او امکاناتو کموالې سره-سره خپل ځان خلکو ته د روغتیایې خدماتو په رسولو کې بریالی ګڼې او ژمنه یې وکړه چې خدمات به پراخه کړي.

د عدلې وزارت بیا د فساد له منځه وړلو برخه کې کوټلې ګامونه اخیستي او خپل نهه ویشت کارکوونکي یې د اداري فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

لویې څارنوالۍ  په تېر کال کې ۴۲ زره دوسیې څیړلې او د ۳۲ ولایتونو یادونه هم وکړه، چې اوس ښځې هم دې برخه کې فعالیت کوي.

لویه څارنوالۍ د لا شفافیت لپاره د ۲۵۰۰ څارنوالانو سرمایه ثبت کړې او له دې سره به د هر نوي څارنوال شتمني ثبت کیږي.

د عدلیې وزارت خپل ۲۹ کارمندان د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپیژندلي او د ۱۰۹ تقنیني فرمانونو ترڅنګ یې بیلابیل قوانین جوړ کړي دي.

د روغتیا وزارت بیا وایي تېر کال یې د کمې بودیجې او امکاناتو سره ـ سره ډیرې لاسته راوړنې درلودلې او ۳۴ ولایتونو کې یې شاوخوا ۴۰۰ روغتونونه جوړ کړي دي.

ملت ته د حساب ورکول لړۍ چې د حمل په ۲۱ پیل شوي او تر دې دمه بیلابیلو دولتې ادارو او وزارتونو خپلې د تېر کال کړنې او راتلونکې پلانونه رسنیو سره شریک کړي او لا دوام لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist