د امریکا د امنیت شورا سلاکار جان بولټن وايي، دیکتاتور نظامونو ته باید مهلت ور نه کړل شي او له منځه یوړل شي.
بولټن وايي، پر هغو هیوادونو به بندیزونه او محدودیتونه ولګوي چې د وینزویلا ملاتړ کوي.
جان بولټن وویل، ((د دغې ادارې تر واک لاندې، موږ دیکتاتورانو ته انتخابونه نه ورکوو. موږ به هغه له منځه یوسو.))
بولټن وايي، کیوبا ته یې هم سفرونه بند کړي او محدودیتونه یې پرې لګولي دي.
هغه د روسیې پر هغو تجهیزاتو او ځواکونو هم نیوکې وکړې چې وینزویلا ته لیږدول شوي دي.
بولټن وايي د ګڼو نورو هیوادونو له لوري هم د روسیې ددې کار غندنه شوې ده.
بولټن زیاته کړه، ((په دې وروستیو کې د روسیې پوځي الوتکو وینزویلا ته ۳۵ ټنه ناپيژاند تجهیزات او ۱۰۰ تنه ځواکونه استولي وو چې دا کار امریکا او ګڼو نورو هیوادونو ته د منلو وړ نه دی او غندنه یې کوي. سیمه باید له دا ډول کورنیو کړکیچونو را و وځي.))
د امریکا او کیوبا اړیکې هم له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دي او وروستي کړکیچونه به یې لا زیانمنې کړي.
امریکا له اروپايي هیوادونو او نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د نیکولاس مادرو پر ضد د اپوزیسیون موقت حکومت په رسمیت وپیژني.