هلمند؛ له دوه میلیونو زیات وګړي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
هلمند کې څه باندي ۲ میلیونه وګړي روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نلري.
د عامې روغتیا رئیس وایي مرکزي حکومت ورته د درې سوه اویا زره وګړو سهم ورکوي خو په دې ولایت کې تر درې میلیونه زیات وګړي ژوند کوي.
ډاکترعبدالاحدحازم وایي جدي کار یې پیل کړی تر څو په دې ولایت کې نوي کلیکونه جوړکړي. هغه وایي سره له دې ټولو ستونزو بیا هم دوی په دې ولایت کې یوازې په تېر کال کې لسګونه زره خلکو ته درملنه کړې او په سلګونه زره ولادتونه هم شوي.
هلمند کې لاهم څه باندې ۲ میلیونه وګړي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې ډېری وخت ناروغان مري.
د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالاحد حازم موندنې ښيي چې په ټول هلمند کې سلګونه زره وګړي له روغتیایي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
خو له دغو ټولو ستونزو سربېره بیا هم په دغه ولایت کې د سلګونو زرو ناروغانو درملنه شوې ده او زرګونو ښځو ولادتونه کړي دي.
د عامې روغتیا رییس حازم په وینا چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې ډېری نوي روغتونونه هم جوړ شي چې تر یوه بریده به د خلکو ستونزې حل کړي.
د یادولو ده چې روغتیا وزارت دغه ولایت ته ۹۵ روغتیایي مرکزونه ورکړي چې هره ورځ په کې د شاوخوا اته زره درې سوه دري دېرش ناروغانو درملنه کېږي.