Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د غالۍ اوبدلو صنعت مخ پر ودې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/14

په کندهار کې د غالۍ اوبدلو صنعت د پراختيا په حال کې دى.

په کندهار دې ولايت کې د کليو د پراختيا رياست مسؤلين وايي هغه کورنۍ چې تازه له پاکستان او ايران څخه راستنيږي دوى ورته د غالۍ اوبدلو په برخه کې د کار زمينه برابره کړې ده .

په ورته وخت کې غالۍ اوبدونکې ښځي وايي، له دې لارې یې د ژوند روزګار ښه شوی او په ډېرې اسانۍ سره کولی شي، کورنی اقتصاد پیاوړی کړي.

 دغه صنعت په دې وروستیو کې د هېواد د شمالي ولایتونو تر څنګ سوېل لوېدیځو ولایتونو کې هم پراختیا کړې ده.

دلته په کندهار کې ښځې په خپلو کورونو کې غالۍ اوبدوي او په ښه قيمت يې پلوري چې په دې توګه یوه غالۍ اوبدونکې ښځه هره مياشت له دې لارې تر ٢٠ زرو افغانيو پورې عايد تر لاسه کوي.

د دغو غالیو اوبدونکو ډېره برخه هغه مېرمنې جوړوي، چې په ایران او پاکستان کې تر اوږدې کډوالۍ وروسته هېواد ته له خپلو کورنیو سره یو ځای راستنې شوې دي.

د اړوند مسوولینو په خبره، له تېر يوه کال څخه يې ٣٠٠ کورنيو ته د غالۍ اوبدلو او کار کولو زمينه برابره کړې ده .

په افغانستان کې د ننه يو مترمربع غالۍ په ۱۵۰ ډالره چې شاوخوا ۱۰۲۰۰ افغانۍ کېږي، پلورل کېږي، په داسې حال کې چې دا بيا په اسيايي او اروپايي بازارونو کې متر مربع په ۲۵۰ ډالر پلورل کېږي.

غالۍ اوبدونکې ښځې وايي، په کور دننه او بهر د قالینو د ښه بازار له امله یې روزګار ښه شوی او ورځ تر بلې يې ژوند له اقتصادي پلوه پیاوړی کېږي.

غالۍ په افغانستان کې هم په دوديز ډول په کورونو او هم په مسلکي ډول په کارخانو کې اوبدل کېږي.

خو ډېری افغانان نيوکه لري چې ګواکې د افغانستان غالۍ د پاکستان په نوم بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist