Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ټاکنو کمېسیونونو ګوښه شوي کمېشنران د ولسمشر فرمان غیر قانوني بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/13

د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو د ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر چې نوماند هم دی نه شي کولای چې په ټاکنیزو کمېسونونو کې بدلون راولي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د اساسي قانون په ۱۰۹ ماده کې ویل شوي چې د ملي شورا په وروستۍ تقنیني دوره کې د قانون تعدیل جواز نه لري.

کمېشنرانو نیوکه کړې چې ګنې د دولت مشرانو هڅه کوله چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي خو دوی یي مخینیوی کړی دی اوس د تعدیل په لټه کې دي.

کمېشنرانو تور پوری کړې چې ګنې دولت غواړي له دې لارې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي او ولس دې خبر وي چې ټاکنې د چنګاښ پر ۲۹ مه نه کېږي.

دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو دولت ننګولی چې د ټولو شته ادعاو د سپیناوي په موخه ورسره یوې مناظرې ته چمتو شي .

د ولسي جرګې په سلګونه معترضه نوماندان هم ټاکنیز کمېسیونونه په فساد او ناغیړۍ تورنوي او د محاکمې غوښتنه یي کوي.

له دې سره لویې څارنوالۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۲ ګوښه شوي غړي ممنوع الخروج اعلان کړل.

لویې څارنوالۍ یو پلاوی ټاکلی څو هغه قضیې وڅېړي چې د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلینو له دندې ناوړه ګټه پورته کړې.

لویې څارنوالۍ اعلامیه خپره کړې چې په کې لیکل شوي، د هر اړخیزو څېړنو د بشپړولو لپاره د ټاکنیزو کمېسیونونو د رئیسانو په ګډون د دغو کمېسیونونو ۱۲ ګوښه شوي غړي ممنوع‌ الخروج دي.

لویه څارنوالي به دغه قضیه د قانون له مخې په خپلواکه او بې ‌پرې توګه وڅېړي او پایلې به ‌یې له خلکو سره شریکې کړي. 

ولسمشر غني د ټاکنو قانون د طرحې د تعدیل له توشېح وروسته ارګ اعلان وکړ چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي له دندې ګوښه شول. 

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې، د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا رئیسان بیرته په موقت ډول د دغو کمېسیونونو د سرپرست په توګه وټاکل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist