Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان د قدرت انحصار نه غواړي

admin by admin
2019/01/30

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د شويو خبرو جزیات کرار کرار روښانه کیږي.

طالبان وايي، له سولې کولو وروسته د قدرت انحصار نه بلکې له ټولو قومونو سره

ګډ حکومت جوړول غواړي.

د قطر دفتر سیاسي مشر عباس ستانکزی وايي، له امریکایانو سره یې په دې توافق کړی چې هغوی به افغانستان پریږدي او طالبان به بیا هیڅ کله امریکا ته خطر نه پېښوي.

د چین سفیر بیا له شمشاد سره په خبرو کې بیا ډاډ ښودلی چې افغان سوله د سیمې او ګآونډیو هېوادونو په ګټه ده.

د قطر دفتر استازی شېر محمد عباس ستانکزي د شویو خبرو او د سولې په صورت کې د طالبانو په دریځ مفصلې خبرې کړې دي.

شېر محمد عباس ستانکزی وایي، له امریکایانو سره په دوه مهمو موضوعاتو په بشپړه توګه توافق ته نیږدې شوي خو د افغان حکومت سره مخامخ خبرو او د اوربند موضوع د متفق شويو موضوعاتو د هوکړې مخه ونیوله.

په بشپړه توګه د امریکایانو وتل او په افغانستان کې د هیڅ نظامي اډې نه موجودیت د طالبانو غوښتنه وه خو د امریکا لویه غوښتنه بیا دا وه چې افغانستان او طالبان به بیا هیڅکله امریکا ته خطر نه پېښوي.

د سیمې هېوادونه هم له روانو خبرو راضي ښکاري.

پاکستان د سولې په روانو هڅو کې په همکارۍ تورن دی، روسیه او ایران بیا په ظاهر کې  دې پروسې ملاتړي ښکاري خو چین بیا کېدونکې سوله د ټولې سیمې په ګټه ګڼي.

په افغانستان کې د چین سفیر  داسې ویلي (( افغانستان د اسیا زړه دی او زړه ډیر مهم وي، که په زړه کې ستونزه وي نور وجود هم ترې متضرر کیږي. د سولې روانې خبرې کې پایله ورکړي او د افغانستان په ګډون یې د سیمې هیوادونو او ګاونډیو ته هم ګټه رسیږي ځکه، افغانستان به له جګړې ازاد شي او ګاونډي هیوادونه به هم ځان امن احساس کړي. او نورو هیوادونو ته به یې اقتصادي ګټه هم ورسیږي))

افغانستان کې بیا د شویو او کېدونکو خبرو له مبهموالي اندېښنه لري او ټینګار کوي چې هغه مسایل چې په راتلونکې کې ستونزې پېښولی شي اوس باید حل شي.

طالبان چې له امریکایانو سره توافق ته ورسیږي له هغې وروسته  په کور دننه د شته اختلافونو د حل لپاره مذاکرې ته داخلیږي.

د را روانې میاشتې په ورستیو کې به له توافق وروسته د طالبانو او امریکایانو تر منځ اوربند او له افغان حکومت او دلته د شته سیاسي احزابو سره د مخامخ خبرې د بحث وړ موضوعات وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist