Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د نوماندانو د اسنادو څېړلو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/22

د نوماندانو د اسنادو څېړلو لپاره ټاکنو کمیسیون ځانګړې کمېټه جوړه کړې.

ټاکنو کمېسیون ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د اسنادو د څېړنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې او ممکن ځینې نوماندان له لومړني لیست ووځي.

ټاکنو کمېسیون وايي، د نوماندانو د اسنادو د څېړنې لپاره قانوني مواردو ته ترجیح ورکوي، خو دغه پروسه کې داسې پېچلتیاوې شته چې قانون کې یې وضاحت نشته.

سیاسیون په ټاکنیزه پروسه کې پر کمېسیون له فشارونو اندېښنه لري، هغه څه چې کمېسیون یې هم مني او تسلمیږي نه.

ولسمشریزو ټاکنو ته د ۱۸ نوماندانو اسناد به لومړی د کمېسیون دننه ځانګړې کمېټه څېړي او له هغې وروسته به کمېسیون پرېکړه کوي چې کوم کسان په لومړني لیست کې راشي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي ځینې هغه موارد بیانوي چې په اساس به یې نوماندان لومړني لیست ته لاره پیدا کړي، او هغه چې یوه برخه یې هم پوره نه کړي، په لومړني لیست کې به نه راځي.

د جمعیت ګوند له نهو کلیدي غړو شپږ یې د ټاکنیزو ټکټونو برخه دي، او له دې سره د اجراییه رییس د استعفا په تړاو هم قانون کې وضاحت نشته، دا هغه څه دي چې هم پروسه پېچلې کوي او هم اختلافات رامنځته کوي.

ټاکنو کمېسیون د نهه ولایتونو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، د دریو نورو هم شکایتونو کمېسیون ورته سپارلې، خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي له شکایتونو کمېسیون غواړي چې د نورو ولایتونو کارونه هم ژر خلاص کړي چې د ولسمشریزو ټاکنو پروسې اغېزمنه نه کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نه هم تر اوسه د بودیجې او امنیت بحثونه وروستي شوي، او نه هم ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپآره اصلاحاتي بسته وړاندې کړې. بل خوا په ټاکنو کمېسیون کې د اصلاحاتو ګنګوسې هم شته، هغه څه چې ټاکنې وروسته کولای شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist