Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د اوبو بندونه له خطر سره مخ دي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/21

افغانستان کې د اوبو بندونو تاریخي موده پوره شوې او یو شمېر یې د ړنګېدو له خطر سره مخ دي.

د هېواد په کچه شاوخوا شل د اوبو لوی او واړه بندونه شته چې د اوبو او برښنا وزارت یې د خوندیتوب په موخه تخنیکي ستونزې څېړي او رغوي یې.

اوس یوازې د قرغې او درونټې د اوبو بندونه تر بیا رغونې لاندې دي چې نړیوال بانک یې مالي ملاتړ کوي.

افغانستان کې د شل لویو او وړو اوبو بندونو له ډلې یو شمېر یې له جدي ګواښ سره مخ دي.

اوبو او برښنا وزارت، کابل کې د قرغې بند، ننګرهار کې د درونټې، غزني کې د سلطان، د کابل سروبي دویم بند، ماهیپر، نغلو، د هلمند کجکي، پکتیا کې مچلغو، کندهار کې د دهلې او داسې نورو ولایتونو کې د اوبو بندونه سروې کړې او تخنیکي ستونزې یې څېړلي، چې له ډلې یې اوسمهال یوازې د قرغې او درونټې بندونه د بیا رغونې په حال کې دي.

د اوبو او برښنا وزارت د بندونو خوندیتوب په موخه دوه لارښود چپترونه برابر کړي چې له مخې به یې د ټولو بندونو د خوندي ساتلو او سالمې ګټې اخیستنې لپاره ګته پورته کړي.

په ورته وخت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او طبعي پېښو ته د چمتوالي برخه کې د دولت وزارت د لارښود چپترونو چمتو کېدل لاسته راوړنه ګڼي او تمه لري چې له مخې به یې د اوبو هر څاڅکی خوندي کړي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې یو شمېر نوي بندونه د څېړنو، ډیزاین او جوړونې لاندې دي، ټینګار کیږي چې د نږدې سل کلونو زاړه بندونو د خوندیتوب په موخه هم پاملرنه زیاته شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist