Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې په نشو د رږدو کسانو شمېر زیات شوی

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/07

په افغانستان کې په نشو روږدي کسان له درملنې وروسته بیا نشو ته مخه کوي چې د روږدو شمېر یې زیات کړی.

افغانستان کې له یوې خوا د روږدو درملنه کیږي او له بلې خوا همدا نسبي روغ شوي کسان بیا نشو ته مخه کوي.

نشو ته د روږدو کسانو بیا ګرځیدل له دې امله دي چې نشه يي توکو ته لاس رسی اسانه دی.

روغتیا وزارت په دې تړاو انديښنه ښودلې چې د هر روږدي کس په درملنه اوه سوه ډالر مصرف راځی، خو بازار کې نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی دا لګښت په اوبو لاهو کوي.

د کابل ښار لویدیځ لور ته د سرای شمالي سیمه، چرته چې په سل ګونه په مخدره توکو روږدي کسان د ژمي اږدې یخې شپې د شنو لوګیو په پورته کولو تېروي، هغه لوګی چې هر ځل کش سره یې مرګ ته نږدې کوي.

اسماعیل د پروان ولایت اوسیدونکی دی، وايي کورنۍ يې د جګړو پرمهال له لاسه ورکړې او شل کاله کیږي چې په نشه روږدی دی.

فیض محمد بل هغه روږد دی چې د درملنې لپاره وړل شوی، خو په دې پلمه بیرته له روغتون ویستل شوی چې د زړه ناروغي لري او درملنه یې سخته ده.

جاوید دولس کلن روږدی دی چې اوس له یوې اوونۍ راهیسې تر درملنې لاندې دی، جاوید بیا د نشه يي توکو پر ځای روغتون کې له مشکلاتو شکایت لري.

روغتیا وزارت کال کې د اته زره روږدو درملنه کوي، خو په اته زره کسانو کې زیات یې بیرته نشو ته مخه کوي او لامل دا دی چې نشه یي توکو ته لاس رسی اسانه دی.

روغتیا وزارت خپلو امکاناتو ته په کتو د روږدو شمېر زیات یادوي.

د روغتیا وزارت د روږدو د درملنې لپاره په ټول هېواد کې یو سل او اوه مرکزونه لري او اوسمهال پنځه سوه زره روږدي جدي درملنې ته اړتیا لري چې د روغتیا وزارت یې په راټولولو بوخت دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist