عابد احساس
مونږ په داسې یو وضیعت کې یو چې له دوو یو انتخاب نه شو کولی .
له دوه ټاکنو یو یې سوله اوبل هم جګړه ده.
سوله : که د سولې لاره خپلیږي او حکومت له جګړې مخ اړوي یو دم وضیعت بدلیږي او هغه هېوادونه چې په جګړه کې ګټې لټوي د همدې انتظار باسي او خپل هدف ته ځان رسوي، چې له بل هر څه وړاندې پاکستان.
تازه چې روسیه ایران او یو شمیر نور هېوادونه د افغانستان په جګړه کې راښکیل شوي دي امریکايي ګټې له خطر سره مخ کوي او هغه هم له دې امله چې د جګړې ملامتونکی تاوان پرې کړي او امریکا ښکیل پاتې شي.
تازه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ چیغه هم له همدې امله ووته، چې د افغانستان جګړه دې د سیمې هېوادونه وکړي. ځینې هېوادونه د خپلو راتلونکو اقتصادي ګټو وټو لپاره په دې خاطر سوله ایز افغانستان نه غواړي چې په سوداګریزو معاملاتو کې لوړ امتیاز ورڅخه ونه غوښتل شي.
هند بیا دا هڅه کوي چې له پاکستان سره د رقابت لپاره افغانستان څخه د وسیلې په توګه ګټه پورته کړي او د کشمیر پر ځای په افغانستان کې د خلکو وینه توی شي.
عربي هېوادونه چې په تیرو څو کلونو کې د افغان جګړې په اړه غلي و او د شیخانو پیسې د افغانانو په وژنه کې کاریدلې تازه له دې امله د سولې ملاتړ پیل کړی ، چې د طالبانو او ایران ملګرتیا قوي شوې ده، خو وسني غږونه یې یوازې د ډارولو په خاطر دي او په غوڅ دریځ سره د افغان حکومت ملاتړ نه کوي، بلکه له امریکا سره یوازې ملګرتیا ښی.
د سترو قوتونو غچ اخستنه:
همدا درې لسیزې مخکې روسان په افغانستان کې سخت مات شول، چې روسان یې له امریکا او غربې نړۍ انګیري، اوس حالت بیا روسان د ځان لپاره ستر چانس ګڼي تر څو بیرته دلته د امریکا له اقتصادي او نړیوال سیاست له دبدبې وغورځوي.
طالبان: طالبان هم له یوې اوږدې جګړې وروسته د دې انتظار باسي چې نړیوال ځواکونه له افغانستان ووځي او دوی بیا واک په لاس کې واخلي تر اوسه د سولې لپاره داسې کلک هوډ نشته.
کورنۍ ستونزې :
په کور دننه بیا د جنګ مشران او د جنګ سیاسي ډلې چې په سوکالۍ او امن افغانستان کې ځان په میدان کې نه ګوري هڅه کوي چې وضیعت همداسې پاتې شي او دوی بیا هم لوبغاړي ووسي او نړیوال او کورني امکانات په خپله ګټه وکاروي.
نظامي مشران :
یو شمیر نظامي مشران چې د سیاسي ډلو اشخاصو پورې تړلي دي هغوی هم په دې پوه دي که جګړه نه وي دوی د مشري وړتیا نه لري او نه هم پر دوی څوک رهبري کوي نو د سولې لپاره هیڅ ژمنتیا نه لري.
د سولې شورا :
د سولې شورا له یو اړخه د دې واک او وړتیا نه لري چې د سولې لپاره کار وکړي او له بلې لورې داسې خلک په کې دي چې هغوی هم سوله نه غواړي .
حکومت :
د افغانستان حکومت له ولسمشر رانیولې اوتر تصمیم نیونکو کسانو پورې اکثره یې هغه کسان دي چې افغانستان ته د خوارۍ غریبي لپاره راغلي اولادونه یې له افغانستان څخه بهر دي او هر کله چې افغانستان ړنګیږي په هغه ورځ بیا دوی افغانان نه دي او په هېواد کې به نه وي .
دا خلک هم نه کولای شي چې د افغانستان په مسایلو پوه شي ، نه یې غواړي او نه هم د سولې لپاره کوم تشویش لري، ځکه په کابل کې خوندي ژوند لري او د سبا لپاره یې دومره وګټلې چې په غربي هېوادونو کې هوسا ژوند پرې تیر کړي.
دوی نه د سولې ارمانجن دي او نه یې په روانه جګړه کې بچیان وژل کیږي.
جګړه
جګړه بیا د افغانستان د سیاست هغه دایره ده چې ولس د همیش لپاره په کې ښکیل دی او لوبغاړي یې یوازې په حرکت راوړي، د خپلو ګټو لپاره دې حلقې ته ورداخلیږي او هر وځت چې وغواړي بیرته ترې ځان وکاږي.
ترهګري : امریکا او نړیوالې ټولنې په افغانستان کې خپل هغه شعار اوس خپله دروغجن ثابت کړی دی، چې د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړي، ځکه دوی له طالبانو سره په د خبرو په میزونو کینې او دا یې منلې ده چې د یو سیاسي یو ډلې په توګه ورسره جوړ جاړی وکړي.
پاکستان : پاکستان که په ښکاره له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره ډیپلوماټیکې خبرې کوي او د طالبانو سره له ملګرتیا منکریږي، خو دا خبره لکه لمر روښانه ده. پاکستان د افغانستان په جګړه کې څو قسمه اهداف لري.
نه غواړي په افغانستان کې یو باثباته افغانستان جوړ شي تر څو د دوی ګټې له ګواښ سره مخ شي .
پاکستان د افغانستان په جګړه څلوېښت کاله تجارت کړی او د خپلو پوځ معاش او امکانات یې له همدې جګړې پیدا کړي دي.
نړیوال یې تل دې ته مجبور کړي چې د مبارزې په نوم مرستې ورسره وکړي.
د هغه ډلود ساتلو لپاره یې د افغانستان جګړه خوندي ځای دی، چې پاکستان پرې د نړۍ ته د ګواښ پروژې اخلي.
د ډیورنډ کرښه چې اوس یې فقط داعیه او نوم پاتې دی او پاکستان په دې برخه کې تر ډیره خپلو هدفونو ته رسیدلی دی.
د خپلو پوځي سیاسیونو د پختګۍ لپاره د ارزانه پروژو اخستلو مارکیټ.
د افغانستان مشران او خلک په خپل واک کې ساتل .
له هندوستان سره د رقابت او جګړې ارزانه ډګر .
په پاکستان کې د سخت دریځه علماوو او مذهبي ډلو ښکیل ساتل تر څو د پاکستان اسلام ضد کړنو ته یې پام نه وسي.
د افغانستان څخه د بې بیه اوبو بهیدل پاکستان ته چې ځمکې یې پرې ابادې او بریښنا یې پرې تولیدیږي .
ایران
ایران بیا د افغانستان په جګړه کې له یو خوا له امریکا او عربي هېوادونو سره خپل رقابتونه مخ ته وړي او له بلې خوا هم مذهبي ډلو او خپلو پلویانو سره کار کوي.
د افغانستان د اوبو غلا ته یې له کلونو سترګې پټې کړي او له هغه وروسته چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو د مهار کولو خبره کړې، اوس غواړې د جګړې له لارې افغانان مصروف وساتي تر څو د اوبو مهار ته فارغ نه شي.
ایران هم د سوداګرۍ په برخه کې تمه لري چې همیشه د افغانستان له مارکیټ بې دریغه ګټه پورته کړي.
نو دې ټولو خنډونو او ستونزو ته په کتلو سره مونږ اړ یو چې په یو وخت کې دوه هندواڼې په لاس کې ونیسو او په عینې وخت کې د جګړې اوسولې دواړه چارې مخ ته یوسو.
که چیرته له دې دواړو لورویو څخه یو ته توجه زیاتیږي شته نظام له یو بد حالت سره مخ کیږي .
په دې وروستیو کې چې بیا د سولې غوښتنه زیاته ده او ولسونه په یو غږ سوله غواړي، د سیمې هېوادونو او نړیوالو قوتونو هم په کې خپلو موخو ته د رسیدو هڅې پیل کړي دي ، نو دا یو قوي مدیریت ته اړتیا لري، تر څو په عین وخت کې مونږ دا دواړه سترې چارې او همدارنګه د خدماتو مسوولیتونه مخ ته یوسو.
بل لور مونږ په روان حالت کې اړ یو چې د سیمې د هېوادونو،ګاونډیانو او نړیوالو قوتونو له لومو ځان وکاږو او د جګړې اوسولې په برخه کې د افغانستان ګټې پر ځای کړو .
د سیاست او مدیریت پر یو اغزن او له ګړنګونواو کړمو په ډکه لاره تګ دی.
تر څو د سیمې د هېوادونو، غلیمو ګاونډیانو او نړیوالو قوتونود شومو غوښتنو سره سره خپلو اهدافو ته ورسیږو ، په داسې حال کې چې افغانستان په اقتصادي لحاظ هم نړیوالوته اړتیا لري.
د ولس یو پیاوړې ارادې ته اړتیا ده اود زمونږ د ملي ارزښتونو په رڼا کې د داسې برنامو تطبیق ته ضرورت دی، چې له دې ټولو ناځوانه سیاسي لوبو سره مقابله وکولای ش.
وضیعت ته په کتلو یو قومي اوولسي حرکت ته اړتیا ده، چې قرار د ټولنې اقشار په خپله لمن کې راونغاړي او داسې یو ستر بهیر رامنځ ته شي، چې بهرني شوم سیاستونه ، د سیمې د هېوادونو او ګاونډیان دښمنانه اهداف او په کور دننه شخصي ګټې ټولې له ستونې تیرې کړي او ملي حرکت رامنځ ته شي.
د دې لپاره موثر کسان شته دي خو باید وپيژندل شي کار ترې واخستل شي اود فعالیت فرصت ورته برابر شي ، که دا کار ونه شي وسني سیاستوال به د تاریخ د بلې پاڼې د لیکوالو تورې څیرې وي .
د سولې له هلو ځلو سره د جګړې ملاتړو نویو ملاتړو ته اړتیا ده، چې هغه دټولنې په منځ کې دي.