Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان د جدې ناسته کې له حکومت سره خبرې نه‌کوي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/30

د ولسي جرګې یو شمېر غړي ټينګار لري، چې افغان لوری پوره صلاحیت لري او دوی ته دې د لوري په سترګه وکتل شي.

افغان حکومت د سعودي په جده کې د سولې په تړاو د ناستې جوړولو هر کلی کړی خو طالبانو بیا په دې غونډه کې له افغان لوري سره خبرې کول رد کړي دي.

د امریکا او طالبانو ناستو کې د افغان لوري نه منلو پوښتنې زیږولې خو افغان مسولین وايي، طالبانو ته د ګډون وړاندیز تکراروي.

طالبانو بیا له امریکا سره په خبرو کولو ټینګار لري او په افغانستان کې د جګړې اصلي اړخ امریکا یادوي.

طالبان په څلورم ځل دا ځل جده کې له امریکايي پلاوی سره ګوري او د افغان سولې په اړه ورسره ناسته لري.

دغې ناستې ته هم افغان لوري چمتوالی نیولی خو طالبانو بیا ددوی ګډون رد کړی او یوازې له امریکا سره یې په ناستې ټینګار کړی

طالبانو داسې ویلي ((موږ د یوه قوي او سنجول شوي پلان له مخې له امریکایانو سره د مذاکراتو بهیر پر مخ وړو تر څو زموږ له هېواد څخه پوځیان وباسي. هیله داده چې د مذاکراتو له پروسې سره سطحي چلند ونشي او نه هم چاته بې ځایه هیلې ورکړل شي، امریکایي جهت چې له اسلامي امارت سره د خبرو پروسې ته داخل شوی باید په ډيره سنجیدګۍ سره پرمخ لاړ شي.))

که له یوې خوا طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول ردوي، خو له بلې خوا افغان حکومت بیا پلاوي ټاکي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او له پلاوي سره د طالبانو نه لیدل د طالبانو سیاسي ماتې یادوي.

 د ولسي جرګې یو شمېر غړي ټينګار لري، چې افغان لوری پوره صلاحیت لري او دوی ته دې د لوري په سترګه وکتل شي.

د افغان حکومت پخواني چارواکي بیا باور لري چې د افغان حکومت له ګډون پرته که هر لوری د افغان سولې پروسه باندې بحث کوي، پایلې به یې نیمګړې وي.

امریکا له طالبانو سره درې ناستې کړې او څلورمه هغه یې د سعودي عربستان په جده ښار کې تر سره کیږي.

افغان حکومت له سعودي مننه کړې د سولې پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې خپل رول ښيي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

وروستي خبرونه

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist