Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړیوال افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/29

نړیواله ټولنه د سولې هوکړې وروسته هم له افغانستان سره مرستو ته  دوام ورکوي.

د یوناما مشر د جېنېوا غونډې پای کې ویلي، ګډونکوونکو هېوادنه هوکړې ته رسېدلي چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
مالیې وزارت سرپرست بیا ژمنه کړې چې د ځان بسیاینې لپاره به هڅې ګړندۍ شي.

له شپیتو زیاتو هېوادونو او بنسټونه چې د جېنېوا کنفرانس کې راټول شوي، هوکړې ته رسېدلي چې له افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکوي.

د جېنېوا غونډې په پای کې د یوناما مشر وايي چې غړي هېوادونه به راتلونکي کې هم له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو داسې ویلي (( موږ پوه شوو چې افغانستان ډېر کارونه کړي او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودې،  د همدې لپاره موږ دې هوکړې ته رسېدلي یو چې موږ به افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړو لږ ترلږه  تر ۲۰۲۰ م کاله پورې به مرستو ته دوام ورکړو خو  بله ناسته به هم جوه شي ))

په داسې حال کې چې افغانستان کې د سولې خبرو لپاره هڅې زیاتې شوي او امریکا هم خپل ښکاره دریځ په ډاګه کړی، اندېښنه دا ده چې آيا بهرني هېوادونه به د سولې هوکړې وروسته هم له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي .

تدامیچي یاماموتو داسې ویلي (( نړیواله ټولنه به له سولې هوکړې وروسته هم له افغانستان سره مرسته تو دوام ورکړي.))

افغانستان چې اوس مهال د بهرنیو هېوادونو مرستو ته اړتیا لري ، په دې لټه کې دی چې د بهرنیو هېوادونو مرستې تر هغو پورې دوام ومومي چې افغانستان د ځان بسیاینې لپاره چمتو شي.

د ماليې وزير وايي چې د ځان بسیاینې لپاره به حکومت راتلونکو پنځو کلونو کې ګوټلي ګامونه واخلي.

د مالیې وزارت سرپرست داسې ویلي ((په راتلوونکي  پنځو کلونو کې مو هڅې دا دي چې له مرسته اخېستونکو هېوادونو څخه ووځو او په خپل ځان باندې متکي شو، زموږ موخه به په خصوصي سکتور باندې کار وي، ټول په دې اند دي چې هېڅ هېواد نشي کولای د بهرنیو هېوادونو په مرسته په ځان بسیا شي.))

د حکومت د ځان بسیاینې لپاره دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې کابو شل کاله کېږي بهرنیان له افغانستان سره مالي مرستې کوي او تمه لري چې افغانستان به په خپلو پښو ودرېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist