Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنې؛ ولسواکي که انحصار؟

admin by admin
2018/10/09

د ملي یووالي په جنجالي حکومت کې خو پارلمان درې کاله امتیازي تېر کړل او له درې کالو وروسته د پارلماني ټاکنو پریکړه وشوه، هغه پریکړه چې تراوسه په یقین نه ده بدله شوې چې ایا پارلماني ټاکنې په رښتیا کیږي او که نه؟ که کیږي، په کوم سیستم او کومې ارادې سره؟

حکومت ته د پارلماني ټاکنو ترسره کول ځکه لومړیتوب شو چې نړیوالې مرستې په خطر کې شوې، ځکه  د نړیوالو مرستندویانو مرستې په اصلاحاتو، شفافو ټاکنو او له اداري فساد سره په مبارزه مشروطې دي، اوس چې حکومت په اصلاحاتو راوستو او له فساد سره د مبارزې برخه کې پاتې راغلی، ټول تمرکز یې په ټاکنو شو، هغه ټاکنې چې تراوسه پرې خلک باور نه لري.

حکومت ولې ټاکنې مهندسي کوي؟

د ټاکنو لپآره خلکو ته له یوې خوا د پراخ ګډون ویل کیږي، خو له بلې خوا ارګ یوه ځانګړې اداره جوړه کړې چې د چارو ادارې تر چتر لاندې هغو نوماندانو سره هوکړې لاسلیک کوي چې نسبت ټولنه کې مطرح وي.

دا کومه پټه خبره نه ده، له هغې ورځې چې د ولسي جرګې لپاره نوماندانو نوملیکنه نه وه پيل شوې، دې ادارې له زیاتو نوماندانو سره خبرې کړې وې او فورمونه یې پرې ډک کړي و.

د دې ادارې عمده شرط دا دی چې مالي او سیاسي ملاتړ به د نوماند کوي، خو په دې ژمنه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له د ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ کوي او له خپل نفوذ او امکاناتو به بیا ګټه اخلي.

دا په لوی لاس او ښکاره ثبوت د ټاکنو د مهندسي کولو لپاره رامنځ ته شوې اداره ده چې په درې قسطونو کې له ۳۰ ـ ۶۰ زره امریکايي ډالرو مصارف ورکوي او دې ادارې ډیر نوماندان له ځان سره ثبت کړي او د ټاکنو د پایلې پورې به ورسره هر ډول همکاري کوي چې د پارلمان تر تالاره یې ورسوي.

د ټاکنو کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم په دې جریان کې دي چې داسې یوه اداره جوړه ده چې د ارګ ملاتړ ورسره دی او د ولسي جرګې لپاره د وکیلانو په لټه کې دی چې څنګه یې بریالي کړي.

خلک ولې تېر ایستل کیږي؟

د ملي یووالي د حکومت دا پروژه په ښکاره سرغړونه او د ولسواکۍ او خلکو سره ظلم دی چې له یوې خوا خلک د رایو ورکولو ته هڅول کیږي او له بلې خوا له وړاندې پلان ګذاري شوې چې د خلکو له رایو پرته یو پارلمان رامنځ ته شي، داسې پارلمان چې د اوسني حکومت په خدمت کې به وي او په ولسمشریزه ټاکنو کې به د همدې حکومت لپاره کار او لابي کوي.

په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې په ټاکنو کې ګډون کوم اسانه کار نه دی، بلکې له ژوند سره لوبه ده، خو خلک بیا هم حاضر دي چې د خپلې خوښې استازي ته رای ورکړي او داسې پارلمان رامنځ ته کړي چې د خلکو رښتنې استازیتوب وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې په خپل څلور نیم کلن ماموریت کې ناکام بلل کیږي، پوهیږي چې راتلونکي ولسمشریزه ټاکنو کې انتخاباتي ټکټ نه لري چې د خلکو پرې رای واخلي، نو د دې لپاره یې هڅې پيل کړي چې د پارلماني ټاکنو تر څنګ ولسمشریزه ټاکنې هم مهندسي کړي.

اوس یواځینۍ لار دا ده چې خلک په خپلو رایو باندې څارنه وکړي، په حکومت فشار راوړي چې د ټاکنو په کمېسیون کې لاسوهنې و نه کړي او دغه راز له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او ولسي شوراګانو سره یو ځای د رڼو ټاکنو او شفافو پایلو غوښتنه وکړي.

دا به سمه وي چې حکومت به خپلې هڅې وکړي چې د خپلې خوښې نوماندان چې امکانات ورته برابروي پارلمان ته بریالي کړي، خو که خلک ویښ او بیداره شي، حکومت په دې هڅه کې ناکام کیږي او تر یوه حده به یې مخه ونیول شي او رښتنې استازي چې په رایو راځي، پارلمان ته لار پيدا کړي.

د دې حکومت دوام نور خلک نه غواړي، ځکه دې حکومت هغه ژمنې چې کړې وې، نه یواځې دا چې پوره یې نه کړې، بلکې ستونزې او مشکلات یې خلکو ته څو چنده زیات کړل.

جګړه زیاته شوه، فساد اوج ته ورسید، بیا رغونه و نه شوه، د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوه، د طالبانو تر څنګ داعش فعالیت پيل کړ، ولایتونو مرکزونه سقوط شول، اصلاحاتو په نامه ځینې کسان سیستم ته ننوتل چې اصل کې هیڅ ظرفیت نه لري، صنعت له سقوط سره مخ شو، زراعت او سوداګرۍ پرمختګ و نه کړ، د بې کارۍ او فقر ګراف لوړ شو، د پوهنې وضعیت تر پخوا خراب شو، کابینه بشپړه نه شوه او نور ډیر هغه ستونزې دي چې د دې حکومت دوام هیڅوک نه غواړي.

محمد الله اتل

یادښت: لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، شمشاد پکې بې پرې دی

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
مقالې

د بین الافغاني خبرو پیل په تړاو د قطر بهرنیو چارو وزیر وینا

سپتمبر 15, 2020
مقالې

د نړيوالو اړیکو اخلاق

مې 14, 2019
مقالې

تېروتنه ، یانې څه؟

جنوري 10, 2019
مقالې

د جګړې نویو ملاتړو ته اړتیا ده !

جنوري 6, 2019
مقالې

چارچوب آستانه، مذاکرات سوریه

دسمبر 26, 2018

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist