سږکال دوه شپیته سلنه اوبه د ځمکې تل ته ښکته شوي او دا یوه ستر ناورین بلل شوی.
د اوبو رسونې اداره انديښنه لري، که اوبه سمې مدیریت نه شي او له زیرمو ناسمه ګټه واخیستل شي، د اوبو سطحه نوره هم ټيټږي.
کابل یو هغه ولایت ده چې راتلونکي کې به خلک د څښلو اوبو له ستونزې سره مخ وي.
د اقلیم بدلون او د وروښتونو کمښت بل هغه ستر لامل دی چې د اوبو د کمېدو ستونزه یې پراخه کړې.
مشرانوجرګې د یکشنبې ورځې غونډې ته د اوبو بریښنا وزارت مرستیال، د اوبو رسونې عمومي رییس او د چاپیریال ساتنې ادارې استازي له دې امله وربللي وو چې پوه شي ولې اوبه چټلې شوي او څنګه کېدای شي د اوبو ستونزه حل شي؟
د کمو ورښتونو له امله په نړیواله کچه اوبه د ځمکې تل ته ښکته شوي او اوس د خوږو اوبو کمښت یوه جدي اندېښنه ده.
د اوبو او برښنا وزارت د اوبو د تنظیم رییس، سلطان محمود محمودي وايي، (( په افغانستان کې یوازې سږکال ۶۲ سلنه اوبه ټیټې شوي او که په وخت علاج یې ونه شي ستره غمیزه به جوړه شي.))
د وروښتونو کمووالی او په بندونو نه پانګونه نور هغه بنسټیز علتونه دي چې باور کېږي تر ځمکې لاندې اوبه یې کمې کړي او باید د اوبو مدیریت لپاره کار وشي.
په نړۍ کې د تودوخې کچه په پراخېدو او د اقلیم ناسم بدلون هم په نړیواله کچه د اوبو ستونزه پراخه کړې.
په کابل کې د خلکو زیات نفوس او له اوبو څخه په زیاته پیمانه غیر ضروري ګټه اخیستل د دې لامل شوي چې اوبه کمې شي.
کابل کې اوس هره ورځ نږدې ۳۳ میلونه متره مکعب اوبو ته ضرورت دی او د اوبو رسولو اداره په زخیره کې ۸۶ میلونه متره مکعبه اوبه شته چې بسنه نه کوي.