Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار او ټولنيزو چارو وزارت: تېرو درېيو مياشتو کې له ۳۳ زرو زیاتو کسانو ته د کار انفرادي جوازونه وېشل شوې

د کار او ټولنيزو چارو وزارت: تېرو درېيو مياشتو کې له ۳۳ زرو زیاتو کسانو ته د کار انفرادي جوازونه وېشل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/15

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولین وايي، په تېرو درېیو مياشتو کې يې ۳۱ زره ۲۰۰ د کار انفرادي جوازونه وېشلي او د يادو جوازونو له ډلې ۱ زر۹۲۰ قطعې جوازونه بهرنيو وګړو ته ورکړل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، په دې موده کې ۲۱ زره ۵۶۷ تنه په دولتي ادارو او ۹ زره ۸۰۹ تنه نور خصوصي سکټور کې پردندو ګومارل شوې هم دي.

د ابراهيمي په خبره، د کار او ټولنيزو چارو وزارت موندنې ښيي چې په تېرو درېيو مياشتو کې ۴ زره ۴۶۱ تنو په خصوصي سکټور کې د کار کولو لپاره مراجعه کړې چې له ډلې يې ۱ زر۶۸۰ تنو ته په دولتي او نا دولتي ادارو کې د کار زمينه برابره شوې.

هغه په دې اړه وايي:« د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په درېیمه ربع کې ۳۳ زره ۲۰۰ قطعې د کار جوازونه وېشلي او له دې لارې یې عواید راټول کړي دي. ۲۱ زره ۵۶۷ تنه هېواد په امارتي ادارو ۹ زره ۸۰۹ تنو هېوادوالو ته په خصوصي سکټور کې او همدارنګه ۱ زر ۹۲۰ تنو بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي. همداراز د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانېدلی چې په تېرو ۳ میاشتو کې د کار موندنې ۹ فعال خصوصي شرکتونه و ارزوي. د بشري ځواک لوی ریاست د ارقامو له مخې، یوازې تېرو درېیو میاشتو کې د کار موندنې خصوصي شرکتونو ته څه باندې ۴ زره ۴۶۱ تنو هېوادوالو مراجعه کړې چې له ډلې یې ۲ زره ۵۶۹ تنه خصوصي او امارتي سکټورونو او موسساتو ته معرفي شوې دي.»

خو عام خلک د کار نه شتوالي له امله شکايت کوي او وايي، هر کال زرګونه کسان له پوهنتونونو فارغېږي، خو په کور دننه ورته د کار نه شتوالي له امله بهر ته په سختو لارو تګ ته مجبورېږي.

د خصوصي شرکت مسوول محمد مرجان وايي: « موږ چې کوم کاروبار لرو، د امارت کسان له موږ سره خپل کار کې همکاري کوي او که د جواز مساله وي یا بله ستونزه، ډېره ژر یې هواروي. زه د نېکل او کټارو کاروبار کوم، خو اوس مهال تعمیراتي کارونه بند دي او ښاروالۍ اجازه نه ورکوي، نو له امله یې زموږ کار ډېر ضعیف شوی دی.»

د خصوصي شرکت مسوول عبدالخالق وايي: « بدبختانه کله چې څوک دلته له پوهنتون فارغ شي، د کاروبار نه شتون له امله اړ کېږي چې بهر ته ولاړ شي. زه له دولت هیله لرم دلته خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو په وطن کې کار وکړي.»

د کابل اوسېدونکی محمد سعید وايي:« افغانستان کې کاروبار نه شته. اسلامي امارت باید موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي د سرپرست حکومت له لوري د کار انفرادي جوازونو د وېش هرکلی کوي، خو پردې هم ټينګار کوي چې د لوږې او بېوزلۍ لوړ حد ته په کتو، باید خلکو ته د کار کولو زمينې برابرې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « زه فکر کوم دا ښه شمېر دی، خو باید له دې ډېره هڅه وشي، ترڅو د استخدام کچه نوره هم لوړه شي. استخدام هغه مهال کېږي چې موږ په هېواد کې د نویو پانګونو شاهدان اوسو. نو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت باید هڅې وکړي چې هېوادوالو ته د کار موندلو لپاره له بهرنیو هېوادونو سره اړیکې ونیسي، هوکړه لیکونه ورسره لاسلیک کړي؛ ترڅو زموږ ځوانان د کار لپاره په قانوني توګه بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي. دغه ځوانان به هلته فني او مسلکي مهارتونه زده کړي او کله چې بېرته هېواد ته راستنېږي، د هېواد په بیا رغولو کې به خپله ونډه ولري.»

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال له پيل راهیسې ياد وزارت ۹۰ زره۲۳۱  کسانو ته د کار انفرادي جوازونه وېشلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې
افغانستان

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

مې 21, 2026
بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي
افغانستان

بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

مې 21, 2026
ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي
افغانستان

ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

مې 21, 2026
شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې
افغانستان

شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

مې 21, 2026
کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې
افغانستان

کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

مې 21, 2026
متقي: نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان استازولي د افغان ولس او حکومت حق دی
افغانستان

متقي: نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان استازولي د افغان ولس او حکومت حق دی

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

مې 21, 2026
بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

مې 21, 2026
ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

مې 21, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026
شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

مې 21, 2026
کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

مې 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist