د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن له پنځه میایشتني ځنډ وروسته بیا کابل ته راغلی و او دا ځل یې د نورو سفرونو خلاف کندهار کې هم لیدنې کړي دي.
نېکلاسن چې کابل کې خبریالانو ته د خپل سفر په اړه جزئیات ورکول وویل، ګاونډي هېوادونه له افغانستانه د ترهګریز فعالیتونو وېره لري،خو په وینا یې افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال یې ډاډ ترلاسه کړی دی،چې د داعش پر ضد به مبارزه کوي.
نېکلاسن وايي، افغانستان کې په کافي اندازه جګړې شوي او دوی د بل هیڅ ډول وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوي.
هغه زیاته کړه:« افغان امنیتي چاوراکو خپلو هغو عملیاتو ته هم اشاره درلوده،چې د داعش پر وړاندې یې کړي دي. دوی دا ژمنه هم وکړه،چې د داعش پر وړاندې به مبارزه کوي،ځکه دا نه یوازې افغانستان ته بلکې د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ دی. په دې مذاکراتو کې ما د ځینې ګاونډیو هېوادونو هغه اندېښنې هم شریکې کړې،چې وایي د افغانستان خاوره یې لا هم پر ضد کارول کیږي.»
نېکلاسن وايي، پر ښځو د کار بندیز په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده او دا وضعیت به د روان بشري وضعیت په کمېدو کې هېڅ مرسته ونه کړي.
نېکلاسن زیاتوي:« افغانستان کې سخت ژمی پای ته رسیږي،خو بشري وضعیت لا هم په بې ساري ډول بد دی. دمګړی له ۲۸ میلیونه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې نیمایي هغه یې له ۱۷ کلونو کم عمر لري.»
نېکلاسن دا هم وايي، افغان لوری افغانستان کې د اروپایي ټولنې له شتون خوښ دی او دوی لېواله دي،چې له اروپایي ټولنې سره مذاکراتو ته دوام ورکړي.
دغه اروپایي ډېپلوماټ چې له ګڼو وزیرانو سره لیدلي وايي، په لېدنو کې یې هېڅ داسې ژمنه ترلاسه نه کړه چې راتلونکي کال کې به ښوونځي بېرته پرانېستل شي.
هغه زیاته کړه:« ۱۸ میاشتې کیږي،چې د ښځو منځني ښوونځي تړلي دي او په ډیسمبر کې افغان چارواکو بل اعلان هم وکړ،چې نجونې هم پوهنتونونو ته نه شی تللی. ما دا موضوع په خپلو لیدنو کې له بېلابېلو وزیرانو سره شریکه کړه، که څه هم دوی د نجونو زده کړو ته ژمن دي،خو داسې هېڅ ژمنه مې ترلاسه نه کړه،چې له نوروز وروسته به د نجونو ښوونځي پرانېستل شي.»
توماس نېکلاسن د افغان رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره خبرې کړي او ډاډ یې ترلاسه کړی دی،چې د یادې برخې ستونزو ته به رسېدنه کړي.
یاد ډیپلوماټ زیاته کړې،چې په تېرو۱۸ میاشتو کې یې له افغانستان سره د ۴۲۰ میلیونه یورو په ارزښت بشري مرستې کړي او دا لړۍ به دوامداره ساتي.